د ايران رسنيو اعلان کړی، چي د دغه هيواد دولت د عباس اکبري په نوم يو کس اعدام کړی

د ايران رسنيو اعلان کړی، چي د دغه هيواد دولت د عباس اکبري په نوم يو کس اعدام کړی.
عباس اکبري د ترهګریزو فعالیتونو او عامه نظم د خرابولو په تور د ايران پوليسو نيولی وو، چي د محکمې تر پرېکړي وروسته اعدام سوی دئ.
نړۍوالو بشري سازمانونو خبر ورکړی، چي د ايران حکومت په دې وروستيو کي د اعدامونو لړۍ چټکه کړې ده. دغو سازمانونو د ايران د دولت څخه غوښتي چي نور دي اعدامونه ودروي وي.