د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په چهارمحال او بختیاري ولایت کي سیاوش جمشیدي

د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په چهارمحال او بختیاري ولایت کي سیاوش جمشیدي، چي د ۱۴۰۴ کال د اعتراضونو پر مهال پر پولیسو د ټکانو په تور نيول سوی و د ايران حکومت اعدام کړی.
د ایران قضایي اداره وايي، جمشیدي د وسلې کارولو او د هیواد د امنیت پر ضد د فعالیتونو په تور په اعدام محکوم سوی و.
دغې ادارې زیاته کړې چي ستري محکمې هم د هغه د اعدام حکم تائید کړی و.