د ايران په بندر عباس کي چاودنه سوې

د ايران تسنيم خبري اژانس د راپور له مخي د شنبې په ورځ تر غرمي وروسته د ايران په بندر عباس په رجايي بندر کي د تېلو په يوه زېرمه کي چاودنه سوې ده، چي ورسره سم د تيلو يادي زېرمي هم اور اخېستی. د ايران د بندرونو دادارې مرستیال اسمعیل ماکزاده ویلي، چاودنه د راجايي بندر په یوه برخه کي سوې او اور وژونکي دا مهال د اور په وژلو بوخت دي. د تسنیم د راپور له مخي اوس د بندر فعالیتونه ځنډول سوي ترڅو وضعیت ژر تر ژره د امنیتي او مرستندویه ځواکونو لخوا کنټرول سي .تر اوسه د چاودني له امله د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویل سوي.
د يادوني وړ ده، چي دغه پېښه پر داسي مهال رامنځ ته سوې ده، چي د امریکا او ایران استازي په عمان کي د اټومي وسلو پر سره خبرو ته راغونډ سوي دي.