د ايران پوليسو د جمعې په ورځ ويلي، چي تېره شپه د ايران په سمنان ولايت کي د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغوی په خبره چي په دغه پېښه کي درې افغانان وژل سوي او درې نور ټپيان دي، چي ټپیان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي.
تر اوسه د يادي پېښي په اړه په تهران کي د ط..البانو سفارت په رسمي ډول څه نه دي ويلي.