د ايران پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د مازندران ولايت د نوشهر ولسوالۍ په سمندر کي څلور تنه افغان کډوال د لمبېدو پر مهال اوبو ډوب کړي، چي درې ئې وژل سوي او يو تن لا هم ورک دئ.
د پوليسو په وينا چي د نوشهر سمندر د ايران د خطرناکو سمندرو څخه دئ، چي لمبېدل په کښي بند دي؛ خو دغه افغان کډوال د خبرتيا سربېره ور داخل سوي، چي دغه پېښه رامنځ ته سوې ده.
پوليس وايي چي په اوبو کي د يوه نادرکه سوي افغان کډوال د موندلو هڅي ئې پيل کړي.