رافایل ګروسي د دې سفر خبر پرون د ایټالیا په پلازمېنه روم کي خبریالانو ته ورکړ او ویې ویل، تمه لري چي د امریکا د متحدایالتونو له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره رغنده همکاري وکړي.
ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې متخصصین منع کوي چي له غني سویو یورانیمو کتنه وکړي او له څو کلونو راهیسي په ځینو مرکزونو کي د یورانیمو د غني کولو په اړه دې ادارې ته معلومات نه ورکوي.
په دوه زره پنځلسم کال کي نړیوالو له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ چي لهمخي به یې ایران یورانیم تر معین مقدار زیات نه غني کوي او پر ایران به لګول سوي بندیزونه تدریجي لیري کېږي.
ډونالډ ټرمپ د خپلي ولسمشرۍ په تېره دوره کي په دوه زره اتلسم کال کي لهدې تړون څخه ووتی چي تر اوسه د دې اټومي تړون برخلیک سم څرګند نهدی.