د اپرېل له پيل څخه تراوسه ۵۰ زره افغان کوچنيان له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي

د کوچنيانو د ژغورني نړۍوال صندق خپل په تازه خپاره سوي راپور کي ويلي دي، چي د رواني اپرېل د مياشتي له پيل څخه چي پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پيل کړې ده، ۵۰ زره افغان کوچنيان له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د کوچنيانو د ژغورني صندق دغه راز زياتوي، چي د ۲۰۲۳ زېږیز کال د سپټمبر راهیسې نږدې ۹۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه را ایستل سوي چي ۵۸ سلنه ئې کوچنيان دي. دياد صندوق د راپور له مخي؛ په دغو کوچنيانو کي له هرو پنځو هغو ئې يو له ۵ کلونو کم عمر لري.
د کوچنيانو د ژغورني صندوق خبرداری ورکړی، چي ياد کوچنيان افغانستان ته د راستنېدو پر مهال له خپلو کورنیو د جلا کېدو له ګواښ سره مخ کېږي او د نسناستي او تنفسي ناروغیو پر وړاندي هم زیانمنونکي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *