د اکسيوس د راپور له مخي، د ایران حکومت د پاکستاني منځګړو له لاري امریکا ته یو نوی وړاندیز وړاندي کړی

د اکسيوس د راپور له مخي، د ایران حکومت د پاکستاني منځګړو له لاري امریکا ته یو نوی وړاندیز وړاندي کړی، څو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو په اړه هوکړي ته ورسېږي.
بلخوا درو امریکايي چارواکو ویلي چي ټاکل سوې ده، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کي د خپل لوړپوړي امنیتي او بهرني سیاست ټیم سره غونډه وکړي.
په دې غونډه کي به د ایران سره د روانو خبرو بنسټ او د جګړې د راتلونکو ګامونو احتمالي لاري وڅېړل سي.

د سرچینو په وینا، په دې وړاندیز کي لومړی د هرمز د تنګي بحران حل او د محاصرې پای ته رسول شامل دي، او اټومي خبرو به وروسته مرحلې ته پرېښودل سي. دا طرحه د پاکستاني منځګړو له لارې سپینې ماڼۍ ته رسول سوې، خو لا هم روښانه نه ده چي امریکا به ئې ومني او که نه.