د اکسیوس د راپور له مخي

د اکسیوس د راپور له مخي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تېره اوونۍ دوه ځله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبري کړي دي.
راپور وايي، بن سلمان له ټرمپ څخه غوښتي چي په یمن کي د حوثیانو پر ضد پوځي بریدونه وکړي، خو ټرمپ ورسره موافقه نه ده کړې.
د اکسیوس په وینا، دغه خبري په داسي وخت کي سوي، چي په یمن کي د حوثیانو او د هغوی د مخالفو ځواکونو ترمنځ نښتي یو ځل بیا زیاتي سوي دي.

د راپور له مخي، د سعودي عربستان په ملاتړ یمني ځواکونو د مخا ښار شاوخوا د حوثیانو پر ځینو مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی دئ.