د ایران او اسراییل جګړه؛ کوم هیواد ډېر ځواک لري؟

د احصایې نړیوالي ادارې د ایران ـ اسراییل د ځواک په اړه لنډ معلومات خپاره کړي چي پکښي د دواړو هیوادونو د نفوس، نظامي ځواک او طبیعي سرچینو پرتله سوې ده.
که څه هم په دې پرتله کي ایران د نفوس او ځينو نورو اړخونو پر اساس تر اسراییلو څو برابره ډېر دی خو د اسراییل نظامي بودجه د ایران تر بودجې ډېره ښوول سوې او دغه راز په ځینو جنګي تجهیزاتو کي هم اسراییل قوي ښوول سوی.
ایران ۸۷٫۶ میلیونه او اسرائیل ۹٫۴ میلیونه نفوس لري.
ایران ۴۹٫۵ میلیونه او اسراییل ۳٫۸۰ میلیونه انساني ځواک لري.
ایران ۴۱٫۱۷ او اسراییل ۳٫۱۶ میلیونه دولتي خدمت ته برابر کسان لري.
ایران ۶۱۰ زره او اسراییل ۱۷۰ زره پر دندو بوخت سرتېري لري.
ایران ۳۵۰ زره او اسراییل ۴۶۵ زره ریزرف قطعات لري.
ایران ۲۲۵ زره او اسراییل ۳۵ زره نیمه پوځي ځواک لري.
ایران ۹٫۹۵ میلیارده او اسراییل ۲۴٫۴ میلیارده ډالره دفاعي بودجه لري.
ایران ۸ میلیارده او اسرائیل ۱۳۵ میلیارده ډالره بهرني پورونه لري.
ایران ۱۲۷٫۱۵ میلیارده او اسراییل ۲۱۲٫۹۳ میلیارده ډالره بهرنۍ زېرمي لري.
ایران مجموعي ۵۵۱ او اسراییل مجموعي ۶۱۲ الوتکي لري.
ایران ۱۸۶ او اسراییل ۲۱۴ جنګي الوتکي لري.
ایران ۱۳ او اسراییل ۴۸ بریدګري هلي کوپټري لري.
ایران ۱۹۹۶ او اسراییل ۱۳۷۰ واحده مځکني ځواکونه لري.
ایران ۵۸۰ او اسراییل ۶۵۰ پر ځان سنبالي توپخانې لري.
په سمندري ځواکونو کي، ایران ۱۰۱ او اسراییل ۶۷ واحده، د بېړیو ساتونکی ځواک لري.
ایران ۱۹ او اسراییل ۵ واحده تر اوبو لاندي ساتونکي یا اوبتلونه لري.
ایران ۳۱۹ او اسراییل ۴۲ هوایي ډګرونه لري.
ایران ۹۴۲ او اسراییل ۴۵ سمندري سوداګر لري.
ایران د ۳٫۴۵ میلیون بیرل تېلو استخراج او اسراییل صفر کچه استخراج وړتیا لري.