د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چي د تهران په کوربه‌توب د روسیې او عمان ګډ نظامي تمرینات د هند په اقیانوس کي پیل سوي دي

په ارام سمندر کي د روسیې او عمان پوځي تمرینونه چي د ای میکس په نوم یادیږي، په منځني ختیځ کي د کړکیچ د زیاتیدو په حال کي دي او نهه نور هیوادونه په دغو تمریناتو کي د څارونکو په توګه ګډون کوي.
راپورونه وایي، چي دغه ګډ نظامي تمرینات په سیمه کي د ګډ امنیت د ټینګښت، د څو اړخیزو همکاریو پراخول او د سولي، دوستۍ او سمندري امنیت د ساتلو لپاره د ښه نیت او وړتیا ښودلو په موخه پیل سوي دي.
د تهران په کوربه‌توب د هند په اقیانوس کي دا تمرینات داسي مهال پیل سوي چي سیمه د پراخي جګړې له ګواښ سره مخ سوې ده.
بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي پرون له خپل ترکي سیال سره په کتنه کي سیمه د باروتو ټولۍ بللې ده چي په وینا یې هره شېبه یې د چاودني امکان سته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *