د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د يکشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کي ویلي، چي د هيواد مشر علي خامنهاي وژل کېدل به بې جواب نه پاته کېږي او پوځ به د اسلامي نظام د دفاع په لومړۍ کرښه کي ولاړه وي.
د ایران پوځ ټینګار کړی، چي د اسلامي جمهوریت د نظام د ثبات او امنیت له پاره به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي او هر ډول ګواښ ته به قوي جواب ورکړي.
پوځي چارواکو زیاته کړې چي د هیواد د امنیت ساتنه او د خلګو دفاع ئې لومړیتوب دئ او د نظام د مشر په وژل کېدو به د ملي وحدت او هوډ نور هم پیاوړی سي.