د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او ایران خبري پیل سوې

د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازیو د شنبې په ورځ په عمان کي په لوړه کچه د ایران د ټومي پروګرام په اړه خبري پيل کړي دي.
د دې خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چي د چټک پرمختګ په حال کي دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکي لا خبرداری ورکړی دی، که چیري کومه موافقه ونه سي، نو پوځي اقدام به وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوي او د امریکا د متحد ایالتونو له لوري د خبرو مشري د ولسمر ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *