د ایران د بشري حقونو سازمان هه نګاه څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان هه نګاه څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د ايران دولت د يوه افغان په ګډون څلور تنه اعدام کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه کسان د ايران دولت د کرج او زنجان په زندانو کي د قتل او نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
د ياد سازمان په خبره چي په دغو اعدام سوو کسانو کي يوه افغان چي اصلي د باميان ولايت اوسېدونکی و هم د زنجان په زندان کي اعدام سوی دئ.

بايد وويل سي، چي تراوسه پوري په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغه افغان د اعدامولو په تړاو څه نه دي ويلي.