د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تېرو دوو اوونیو کي ایران ۱۰ افغانان اعدام کړي دي

د دې سازمان مشر محمود امیری مقدم وايي، د اکتوبر په میاشت کي لږ تر لږه لس افغانان د ایران په زندانونو کي اعدام سول او دغه راز یو بل افغان د اعدام لپاره قزل حصار زندان ته لېږدول سوی دی.

مقدم زیاته کړه چي د دې سازمان د معلوماتو له مخي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ایران کي ۴۵ افغانان اعدام سوي دي.

هغه په ایران کي د افغانانو د اعدام شمېر زیاتېدو ته په کتو اندېښنه ښکاره کړه او وې ویل چي په ۲۰۲۳م کي ۲۶ افغانان او په ۲۰۲۲ کي ۱۶ افغانان په ایران کي اعدام سوي دي.

د ایران د حکومت له لوري د اعدامونو زیاتېدونکي شمېر د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې راپارولي دي.