د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي وايي، له عمان سره ئې د هرمز تنګي د تګ راتګ پر ترتیباتو هوکړي ته رسېدلي، خو دغه مهمه سمندري لار به تر هغه وخته تړلې وي چي امریکا خپلي ژمني عملي نه کړي.
غریبآبادي ویلي، ایران امریکا ته هغه اړین اقدامات په بشپړ ډول روښانه کړي چي باید ترسره ئې کړي.
نوموړي ټینګار کړی چي د امریکا د ژمنو تر عملي کېدو پوري به د هرمز تنګي د پرانیستلو پرېکړه نه کېږي.