د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، د تخار د پخواني امنيه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د پخواني نظامي محمدامین الماس د ترور پېښه لا هم د ایران د امنیتي ادارو لخوا څېړل کېږي.
بقایي نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کي خبريالانو ته ويلي چي تر پېښي وروسته د ايران امنیتي ادارو او پولیسو دغه موضوع جدي تعقیب کړې او هراړخیزې څېړني رواني دي.
نوموړي د يادو افغانانو وژنه غندلې او د شفافو څیړنو ډاډ ئې وړاندي کړی.