د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چي هيواد ئې د خپل ځان او خلګو د ساتني له پاره د هر ډول لازم اقدام حق لري.
نوموړي د خلیج هيوادونو ته په اشارې سره ويلي، که نور هيوادونه د خپلو تاسیساتو د خوندیتوب له پاره اقدامات کولای سي، نو ایران هم حق لري چي د خپل امنیت او د خلګو د دفاع له پاره ګامونه واخلي. د هغه په وینا، ایران همدا اوس د همدې اصل پر بنسټ عمل کوي.
عراقچي ټینګار وکړ چي روانه جګړه د ایران له لوري نه ده پیل سوې او دا د تهران انتخاب هم نه و، بلکي دا جګړه پرتپل سوې ده. هغه زیاته کړه چي ایران تر برید لاندي دئ او یوازي د ځان دفاع کوي.
د ده په خبره، ایران باید د هغو پېښو له پاره تورن نه سي چي د جګړې په بل اړخ کي رامنځ ته کېږي. هغه وویل چي د جګړې د پیل مسؤلیت د امریکا او اسرائیل پر غاړه دئ او د سیمي هر ډول زیان هم د يادو هيوادونو مسؤليت دئ.