د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، که امریکا یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي، ایران به تر پخوا لا قوي جواب ورکړي.
عراقچي د یکشنبې په ورځ په تهران کي له بهرنیو سفیرانو او دیپلوماتانو سره په ناسته کي ويلي، هیله لري امریکا د ستونزو د حل له پاره د خبرو لاره غوره کړي.
نوموړي زیاته کړه، که واشنګټن بیا پوځي لاره غوره کړي، تهران به د خپل دفاع له پاره هر هغه اقدام وکړي چي اړین وي.