د ایران د خوزستان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي

د ایران د خوزستان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ په سهار وختي امريکا د دې ولایت پر اتو مهمو سيمو هوايي بریدونه کړي، چي له امله ئې یو کس وژل سوی او څلور نور ټپیان دي.
د خوزستان د والي امنیتي او انتظامي مرستیال، ولي‌الله حياتي، ویلي چي د ماهشهر ښار د کرنیزو اوبو د پمپ سټېشن د لګېدو له امله د یادو تأسیساتو ساتونکی وژل سوی او څلور نور کسان ټپیان سوي دي.