د ایران د روغتیا او درملني وزارت وايي، د امریکا په وروستیو بریدونو کي ۱۸ کسان وژل سوي او ۱۴۲ نور ټپیان سوي دي

د ایران د روغتیا او درملني وزارت وايي، د امریکا په وروستیو بریدونو کي ۱۸ کسان وژل سوي او ۱۴۲ نور ټپیان سوي دي.
د دغه وزارت ویاند حسین کرمانپور ویلي، د اګست له ۳۰مي د سپټمبر تر ۲مي پوري په سوو بریدونو کي ښځي او ماشومان هم زیانمن سوي دي.
د هغه په وینا، د وژل سوو کسانو په ډله کي دوې ښځي او یو ماشوم شامل دئ، په داسي حال کي چي د ټپیانو له ډلي ۶۱ ښځي او ۴۴ ماشومان دي.

د ایران د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کي د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ پر یوې ودانۍ برید هم شامل دئ چي د واده مراسم په کښي ترسره کېدل.