د ایران د رېل پټلۍ اداره وايي، د چین او روسیې څخه ایران ته د رېل له لاري د مالونو لېږد درول سوی

د ایران د رېل پټلۍ اداره وايي، د چین او روسیې څخه ایران ته د رېل له لاري د مالونو لېږد درول سوی دئ.
د ایران د رېل پټلۍ د ادارې په وینا، ترکمنستان او قزاقستان د امریکا د نوو بندیزونو له امله ایران ته د تلونکو مالونو پر لېږد محدودیتونه لګولي دي.
د دغو محدودیتونو له امله هغه مهمي لاري هم له ستونزو سره مخ سوي دي چي د چین او روسیې سوداګریز توکي د منځنۍ اسیا او ترکمنستان له لاري ایران ته رسوي.

ایران په وروستیو کلونو کي د رېل پټلۍ له لاري له چین، روسیې او د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د سوداګرۍ د پراخولو هڅه کړې، خو د نوو بندیزونو له امله ئې د مالونو لېږد له خنډ سره مخ سوی دئ.