د ایران د سپاه پاسداران د مځکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور د سیستان او بلوچستان په سرحدي سیمو کي د ۱۸ تنو وژل کیدل تایید کړي دي

پاکپور وویل، چي دغه کسان افغان او تاجکستاني وګړي وه، چي «د تیلو تر چتر لاندي» یې په ایران کي د “ځانمرګي” برید پلان درلود.
ایران په سیستان او بلوچستان کي د تیل لېږدوونکو پر پراخي وژني او ټکانو تورن دی.
تېل وړونکي ډېری د ایران د سیستان او بلوچستان د محرومو سیمو اوسېدونکي دي، چي له دغه هیواده د پاکستان سرحدي سیمو ته د تیلو په لیږد سره خپلي اقتصادي اړتیاوي پوره کوي.
په دې وروستیو کلونو کي «د بلوڅ فعالانو کمپاین» ګڼ رپوټونه ورکړي چي د سپاه پاسداران ځواکونو په ټکانو کي یو شمېر تېل وړونکي وژل سوي او ټپیان سوي دي.
د سپاه پاسداران د مځکنیو ځواکونو قوماندان وايي، چي د ایران په راسک، چابهار او پارود ښارونو کي د ایراني ځواکونو په عملیاتو کي «۱۸ تنه افغان – تاجکستاني» وګړي وژل سوي دي.
له دې وړاندي حال وش سازمان رپوټ ورکړی وو چي د روان کال د اپریل میاشتې په لومړیو لسو ورځو کي په سیستان او بلوچستان ولایت کي د ایراني پوځي افسرانو د مخامخ ټکانو، لټون، تېښتي او ترافیکي پېښو په پایله کي ۲۷ بلوڅ تېل وړونکي وژل سوي او ۱۸ نور ټپیان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *