د ایران د سپاه پاسداران یو لوړپوړی قوماندان د رسنيو سره په خبرو کي ویلي دي، چي د قوماندانانو وژل کېدل او ترورول به د جنګ په روند هېڅ اغېز ونه لري.
نوموړي ویلي: «انقلاب د یوه شخص پوري تړلی نه دئ.» د هغه په وینا، د اسلامي جمهوریت جوړښت داسي دئ، چي که هر قوماندان، په هره کچه وي، ووژل سي؛ نو سمدلاسه بدیل اشخاص لري چي د هغه ځای ناستي سي.