ایراني رسنیو خبر ورکړی چي د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي الوتکه له پيښي سره مخ سوې او لوېدلې ده
د ایران خبري اژانس ارنا ویلي چي یاده الوتکه د ختیځ اذربایجان په سیمه کي لوېدلې ده.
ويل کيږي چي په یاده الوتکه کي د ایراني ولسمشر سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ځیني نور لوړ پوړي چارواکي هم وه.
تر اوسه د ايراني ولسمشر د الوتکي د موندني عملیات روان دي خو د ګرد، غبار او هوا خرابوالي له امله دا هڅي له ځنډ او خنډ سره مخ دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ویلي چي سیمې ته تر ۲۰ پوري د ژغورني ټیمونه لېږل سوي خو د هوا د خرابوالي له امله د پيښي سيمي ته تر اوسه نه دي رسېدلي.