د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف وایي

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف وایي، هیواد ئې د فشار او ګواښ تر سیوري لاندي خبرې اتري نه مني او د هر ډول احتمالي وضعیت له پاره چمتووالی لري.
هغه دا څرګندوني پر خپل اېکس پاڼه کړي او ټینګار ئې کړی، چي ایران به داسي مذاکرات ونه مني چي بنسټ ئې پر زور او فشار ولاړ وي.
د ده په وینا، په وروستیو دوو اوونیو کي د جګړې په ډګر کي د نوو انتخابونو د وړاندي کولو له پاره لازم چمتووالی نیول سوی دئ.

قالیباف همداراز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، هغه هڅه کوي د خبرو مېز د تسلیمېدو په مېز بدل کړي.
نوموړي په ټينګار سره ويلي، چي ايران د زور د لاري د هيچا خبره نه مني.