د ایران د پیسو څخه د څلورو صفرو د لېري کولو طرحه تصویب سوې

د ایران د پارلمان اقتصادي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ، د ایران له پولي واحد څخه د څلورو صفرونو د لېري کولو طرحه تصویب کړه.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخي، د پارلمان د اقتصادي کمېسیون غړي فتح‌الله توسلي وايي: «د ستونزو له حل وروسته، د مرکزي بانک د مشر، اقتصاد وزارت او اړوند کمېسیون د مثبت نظر سره دا طرحه تصویب سوه.»د ایران له پولي واحد څخه د څو صفرونو د لېري کولو بحث د حسن روحاني د دوهمي دورې له حکومته او د تورم د دوامداره او نه کنټرولېدونکي نرخ د زیاتوالي سره یوځای مطرح سو او ډېر مخالفین او ملاتړي ئې درلودل.
که دا طرحه د پارلمان په عمومي غونډه کي تصویب سي دا طرحه به قانوني او عملي سي.