د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، له تېر کال راهیسي ئې نژدې دوه میلیونه بېاسناده افغانان افغانستان ته لېږلي دي.
د دغه وزارت ویاند علي زینيوند ویلي، د بېاسناده بهرنیانو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري او د وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو له امله نه دئ درول سوی.
نوموړي زیاته کړې، د روان کال له پیل راهیسي له ۲۰۰ زرو ډېر افغانان په خپله خوښه له ایران څخه افغانستان ته ستانه سوي دي.
بلخوا، د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون وايي، یوازي د چنګاښ په میاشت کي له ایران او پاکستان څخه ۱۴ زره ۵۳۹ افغاني کورنۍ افغانستان ته راستنې سوي دي.