د ایران د کیهان ورځپاڼي مسؤل ويلي، چي هغه اروپايي پوځي اډې چي د امریکا په واک کي ورکول کېږي، د ایران د توغندیو مشروع هدف به وګرځي.
هغه د سېشنبې په ورځ په یوه لیکنه کي ادعا کړې، چي اروپايي هيوادونه پوهېږي ایران کولای سي ورباندي برید وکړي او د ده په خبره اروپا د ايران د احتمالي بریدونو پر وړاندي ډېره کمزورې ده او د زغم توان ئې کم دئ.
هغه په ټينګار سره ويلي، چي که اروپايي هيوادونه خپل پوځي اډې امريکا ته ورکړي؛ نو ايران به اروپا هم تر خپل برید لاندي راولي.
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي، چي د ناټو سرمنشي، مارک روته، ویلي و اروپايي هيوادونو د امریکا پیغام ترلاسه کړی او د ناټو اډې به د امریکايي ځواکونو په واک کي ورکول سي.