د ایران رسنیو راپور ورکړی، چي په دغه هيواد کي يو افغان ځوان د کار پر مهال د ودانۍ څخه لوېدلی او وژل سوی

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چي په دغه هيواد کي يو افغان ځوان د کار پر مهال د ودانۍ څخه لوېدلی او وژل سوی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان محمد ناصر نومېدی او ۱۷ کلن و.
محمد ناصر د افغانستان د فارياب ولايت اوسېدونکی و، چي په ايران کي ئې کار کوی.

باید وويل سي، چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ډېر ځوانان د بېکارۍ له امله مجبوره سوي، چي بهرنیو هیوادونو ته مهاجرت وکړي او هلته په سختو او درنو کارونو مصروف دي.