د ایران سره په جګړه کي د ټرمپ بېپروا اهداف
لیکوال: ریچارد اسپنسر
منبع: ټایمز
یو له هغو مهمو دلایلو څخه چي سخته ده پوه سو چي؛ د ایران جګړه پای ته نژدې ده که نه؟
ځکه چي ایالات متحده امریکا تر اوسه په واضح ډول نه ده ټاکلې چي اصلي هدف یې څه وو؟
که د ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ ۲۸مي وینا ته ځیر سو، هغه ورځ چي بمبارۍ پیل سوې، نو ښکاري چي د اهدافو یو لړ فهرست موجود وو، خو دا فهرست له هغه وخته تر اوسه ورو ورو محدود سوی دی. په وروستۍ وینا کي هغه په ښکاره ډول د نظام د بدلون (Regime Change) خبره رد کړه او حتی د ایران غني سوی یورانیم یې هم بېبرخلیکه پرېښود.
هغه مخکي له دې له رویټرز سره په مرکه کي ویلي وو:
«هغه دومره ژور تر مځکي لاندي دی چي زما لپاره مهم نه دی؛ موږ به یې تل له سپوږمکۍ څارو.»
د جګړې د مودې په اړه هم د ټرمپ خبري یو ډول تضاد لري—کله د اوږدې جګړې یادونه کوي او کله د ژر پای ته رسېدو خبره. هغه وایي چي د ایران تېل یې د بیا رغونې لپاره ساتلي، خو په عین وخت کي دا هم وایي چي غواړي هېواد «د ډبرو عصر ته» ستون کړي.
اوس پوښتنه داده چي اصلي هدف څه دی؟
که د ټرمپ عمومي تګلاره وکتل سي، نو داسي ښکاري چي هغه یو اساسي هدف لري:
د امریکا او خپل شخصي قدرت اعظمي ښودل، پرته له دې چي د پایلو بشپړ مسؤلیت پر غاړه واخلي.
د جګړې تر مخه، داسي انګېرل کېدل چي اصلي هدف د ایران د نظام بدلون دی، او دا نظر د امریکا دننه د ځینو سیاسي کړیو له لوري هم پیاوړی سوی وو. ټرمپ هم په خپله لومړنۍ وینا کي ایرانیانو ته وویل:
«ستاسو د ازادۍ وخت را رسېدلی دی—کله چي موږ خپل کار پای ته ورسوو، خپل حکومت پخپله واخلئ.»
خو هغه هېڅکله روښانه نه کړه چي دا به څنګه عملي کېږي.
د عراق په څېر د یو نظام نسکورولو لپاره سلګونه زره پوځ ته اړتیا ده، او ایران نه یوازي لوی دی، بلکي د واک جوړښت یې هم پېچلی دی. همدا دلیل وو چي د علی خامنهای تر مړیني وروسته، نظام ونه نړېد، بلکي زوی یې مجتبی او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی یو شمېر لوړپوړو غړو واک پر مخ یووړ.
وروسته له همدې پېښو، د واشنګټن له خبرو څخه د نظام بدلون موضوع په تدریجي ډول ورکه سوه.
وروسته، امریکايي چارواکو درې محدود اهداف وټاکل:
۱. د ایران د اټومي پروګرام ګواښ پای ته رسول
۲. د توغندیز ظرفیت له منځه وړل
۳. د ایران سمندري ځواک له منځه وړل
خو اوس دا اهداف هم کمزوري ښکاري.
• د اټومي تاسیساتو بریدونه سوي، خو د بیا رغوني وړتیا لا هم سته
• د توغندیو سیستم زیانمن سوی، خو لا هم بریدونه روان دي
• سمندري ځواک کمزوری سوی، خو د خلیج د بندولو وړتیا لا هم سته
اوس ډېری شنونکي دې نتیجې ته رسېدلي چي تر ټولو ممکنه پایله دا ده:
یو کمزوری خو لا هم خطرناک او قهرجن نظام به پاته سي، چي وخت پر وخت به بیا هدف ګرځي—لکه څنګه چي اسرائیل په غزه کي د «چمن پرې کولو» تګلاره کاروي.
ټرمپ هم دې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چي که نوی حرکت وویني، بیا به سخت بریدونه وکړي.
که څه هم دا پایله د امریکا لپاره ښايي نیمګړې ښکاره سي، خو ټرمپ دا جګړه بریا ګڼي. د هغه په نظر:
• ایران کمزوری سوی
• امریکا مستقیم زیان نه دی لیدلی
• او اسرائیل ته سیمه خوندي سوې
خو د دې جګړې اقتصادي بار به زیاتره پر اروپا او آسیا پرېوزي.
لکه څنګه چي د تیر کال د تعرفو جګړې او د اوکراین جګړې په قضیه کي ولیدل سول، ټرمپ ډېر وخت د نړیوالو پایلو پروا نه کوي.
په ټوله کي، دا جګړه به ښايي د منځني ختیځ ستونزې حل نه کړي، خو د ټرمپ لپاره اصلي خبره دا ده چي خپله ستراتیژي بریالۍ وښيي—که څه هم نور نړۍ یې بیه پرې کوي.