د ایران سپاه پاسدارانو خبرداری ورکړی

د ایران سپاه پاسدارانو خبرداری ورکړی، چي هرمز تنګي ته د هر ډول پوځي بېړۍ نږدې کېدل به د اوربند نقض وګڼل سي او له سخت غبرګون سره به مخ سي.
د فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چي سپاه پاسدارانو ویلي چي که هره پوځي بېړۍ، تر هر عنوان لاندي، دې ستراتیژیکي لاري ته نژدې سي، نو دا به د اوربند ماتول وي. دغه بنسټ ټینګار کړی چي تنګی یوازي د ملکي کښتیو د خوندي تګ راتګ له پاره د ځانګړو اصولو له مخي، پرانیستی دئ.
دا دریځ وروسته له هغه څرګند سوی چي امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان وکړ، چي امریکا به د هرمز تنګي سمندري محاصره پیل کړي او خبرداری ئې ورکړی، چي هر ایرانی چي پر امریکایي ځواکونو یا ملکي کښتیو ټکان کوي و به وژل سي.

د راپورونو له مخي، ایران د جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګي تګ راتګ سخت محدود کړی او دا لار ئې نژدې د ټولو بېړیو پر مخ تړلې ده او اوس يوازي د دغه هيواد بېړۍ ورڅخه تګ راتګ کوي.