د ایران سپاه پاسداران وايي، چي د هرمز تنګي په فضا کي ئې د امریکا دوې MQ-1 بې‌پیلوټه الوتکي ويشتلي او له منځه وړي دي

د ایران سپاه پاسداران وايي، چي د هرمز تنګي په فضا کي ئې د امریکا دوې MQ-1 بې‌پیلوټه الوتکي ويشتلي او له منځه وړي دي.
د سپاه په اعلامیه کي ویل سوي، چي دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ رامنځته سوې ده.
د سپاه د معلوماتو له مخي، په تېرو څو ورځو کي د هرمز تنګي په سیمه کي د همدې ډول څلور امریکايي ډرونونه ئې ويشتلي دي.

تر اوسه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سنتکام د ایران د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دئ ښودلی.