د ایران سپاه پاسداران ویلي، په کویټ کي ئې وروستي بریدونه د دغه هیواد پر حاکمیت نه، بلکي د امریکا پر پوځي اډو ترسره کړي دي.
سپاه ادعا کړې، چي د علي السالم هوايي اډې ځیني پوځي تاسیسات او د امریکا د ځواکونو نور هدفونه ئې په نښه کړي او ځیني امریکايي سرتېرو ته ئې مرګژوبله هم اړولې ده.
سپاه ټینګار کړی، چي د کویټ خپلواکي او حاکمیت ته درناوی لري او ویلي ئې دي، هغه ځایونه به په نښه کوي، چي د دوی په وینا د ایران پر ضد ترې پوځي عملیات ترسره کېږي.