د ایران نوی ولسمشر :له هغه راهیسي چي ده د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، روسیې ته هيڅ راز وسلې نه‌دي ورکړل سوي.

د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له هغه راهیسي چي ده د جولای میاشتي په پای کي د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، روسیې ته هيڅ راز وسلې نه‌دي ورکړل سوي.
د پزشکیان له خبرو داسي ښکارېده چي غواړي له متحده‌ایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو دروازې خلاصي پرېږدي.
خو ۶۹ کلن پزشکیان چي ځیني څارونکي د نسبتا معتدل ولسمشر په سترګه ورته ګوري، په عین حال کي د ایران پر دولتي ټلوېزیون د خبرو پرمهال د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د تهران پر پخواني سخت‌دریځ ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، هیواد به یې د دې پروګرام د محدودولو په هدف د لوېدیځ له بندیزونو سره سره له‌دې پروګرام څخه هيڅکله پر شا نه‌سي.
پزشکیان دا څرګندوني داسي مهال کوي چي، په ایران کي دننه او د سیمي په کچه د منځني ختیځ حالات خورا ډېر کړکېچن دي.