د ایران نوې طرحه

د ایران نوې طرحه
ايران د يوې مياشتنۍ طرحې وړانديز کړی دی تر څو د هرمز د لانجې له حل سره يو ځای د امريکا سره روانه جګړه هم پای ته ورسوي. دا وړانديز، چي د منځګړو له لاري وړاندي سوی، په ظاهره د کړکېچ د راکمولو لپاره يو عملي ګام ښکاري، خو د موضوع ژوروالی ښيي چي دا يوازي يو تخنيکي طرحه نه، بلکي يو سياسي ازموينه هم ده.
د دې پلان اساسي ټکی دا دی چي دواړه خواوې به سمندري محاصره ختموي، سوداګري به بېرته عادي کېږي او د انرژۍ نړيوال بازار به له فشار څخه راووځي. خو په عين وخت کي تر ټولو مهمه لانجمنه موضوع، يعني د ايران اټومي پروګرام، وروسته پاته کېږي. دا کار ښيي چي تهران هڅه کوي لومړی د جګړې فضا ماته کړي او وروسته پر سختو موضوعاتو بحث وکړي.

د امريکا د ولسمشر ټرمپ لومړنۍ غبرګون بيا ډېر مثبت نه ښکاري. هغه په څرګنده توګه ويلي چي دا طرحه ښايي د منلو وړ نه وي، ځکه د ده په اند ايران تر اوسه “کافي بيه” نه ده پرې کړې. دا ډول دريځ ښيي چي واشنګټن لا هم غواړي له فشار څخه د امتياز اخيستلو وسيله جوړه کړي، نه دا چي ژر تر ژره يو نرم سياسي حل ومني.
په دې منځ کي تر ټولو مهمه موضوع د هرمز ده، چي د نړۍ د تېلو نږدې پنځمه برخه ترې تېرېږي. د دې تنگي بندېدل يا محدودېدل يوازي د سيمې موضوع نه ده، بلکي د نړيوال اقتصاد لپاره مستقيم ګواښ دی. ځکه نو د بازار شنونکي خبرداری ورکوي چي که دا وضعيت دوام وکړي، د تېلو بيې به بې ساري لوړې ته ورسېږي او ښايي نړۍ د اقتصادي رکود پر لور ولاړه شي.
د ايران وړانديز په ظاهره يو “مرحلې وار حل” وړاندې کوي: لومړی جګړه ختمه، بيا سياسي او اټومي خبري. خو د امريکا غوښتنه برعکس ده، يعني لومړی بايد اټومي محدوديتونه ومنل سي. همدا اختلاف د دواړو ترمنځ د بن‌بست اصلي ټکی دی.

له بلي خوا، سيمه‌ييز وضعيت هم دا خبرې لا پېچلې کوي. په لبنان کي جګړه، د بېلابېلو ډلو ښکېلتيا، او د سيمې د نورو هېوادونو اندېښنې دا معنا لري چي هره موافقه به يوازي د ايران او امريکا ترمنځ محدوده نه وي، بلکې پراخ جيوپوليټيکي اغېز به ولري.
په ټوله کي، دا مياشتنی پلان که څه هم د بحران د کمېدو يوه کړکۍ پرانيزي، خو تضمين نه لري چي بريالی به سي. اصلي پوښتنه دا ده چي ايا دواړه خواوې حاضرې دي له اعظمي غوښتنو تېرې سي او يو منځنی حل ومني، که به د فشار، ګواښ او وخت‌ضايع کولو دا لوبه نوره هم وغځېږي.
که دا فرصت له لاسه ووځي، نو امکان لري چي تنگه هرمز يو ځل بيا د نړيوال بحران په مرکز بدل سي—او دا ځل به يې اغېزې تر سيمی ډېرې پراخي وي.