د ایران ولسمشر او د موقتي مشرتابه شورا غړي مسعود پزشکیان اعلان کړی، چي شورا پرېکړه کړې ده چي له دې وروسته به پر ګاونډیو هيوادونو بریدونه نه ترسره کېږي. د هغه په وینا، دا پرېکړه د ایران وسلهوالو ځواکونو ته هم رسماً رسول سوې ده.
د راپورونو له مخي، د جګړې د وروستۍ څپي له پیل راهیسي د ایران وسلهوالو ځواکونو د ایران يوشمېر ګاونډي هيوادونه د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځولي وو.
له دې مخکي د ایران پخواني مذهبي مشر علي خامنهاي ویلي وو که جګړه پیل سي، نو سیمهییزه به وي. اوس د هغه له وژل کېدو څخه وروسته، د ایران موقتي مشرتابه شورا پرېکړه کړې چي د سیمي پر هيوادونو د توغندیو او ډرون بریدونه پای ته رسوي.
د چارواکو په وینا، دا بریدونه به یوازي هغه مهال بیا پیل سي چي کوم ګاونډی هیواد د ایران پر وړاندي پوځي اقدام وکړي.