د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، په فارس خلیج کي د هر ډول ناامنۍ مسؤلیت د امریکا او اسراییل پر غاړه دئ.
هغه په یوه پیغام کي ټینګار کړی، چي د ایران پر وړاندي هر ډول سمندري بندیز یا محدودیت لګول د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دئ او دا کار د سیمي سولي او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.
پزشکیان د هرمز تنګي ستراتیژیک اهمیت ته په اشارې ویلي، دغه سیمه د انرژۍ او نړۍوال امنیت له پلوه خورا مهمه ده او هر ډول کړکېچ کولای سي نړۍوال اغېز ولري.
نوموړي همداراز په سیمه کي د بهرنیو ځواکونو حضور د کړکېچ د زیاتېدو اصلي لامل بللی دئ.