د ایران په هرمزګان ولایت کي د افغان مسافرو یو موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی

د ایران په هرمزګان ولایت کي د افغان مسافرو یو موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی، چي له امله ئې یو افغان وژل سوی او ۱۷ نور ټپیان سوي دي.
پېښه د رودان او میناب ښارونو ترمنځ پر لویه لار سوې ده.
د راپورونو له مخي، افغانان په یوه باروړونکي نیسان موټر کي سپاره وو.

د ایران د بېړنیو روغتیايي خدمتونو چارواکي وايي، د پېښي ټپیان روغتونونو ته انتقال سوي دي.
چارواکي وايي، د پېښي قربانیان ټول افغانان دي.