د ایران پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د مشهد ښار د ګل شهر د سيمي په يو پارک کي يو افغان يو بل ۳۵ کلن افغان وژلی

د ایران پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د مشهد ښار د ګل شهر د سيمي په يو پارک کي يو افغان يو بل ۳۵ کلن افغان وژلی دئ.
د پوليسو په وينا چي تر لفظي شخړي وروسته يو افغان د بل افغان له خوا په چاقو وهل سوی او وژل سوی دئ.
پوليسو تر پېښي وروسته قاتل نيولی او هغه پر خپل جرم اعتراف هم کړی دئ.