د ایټالیا لومړۍ وزیري جورجیا ملوني اعلان کړی، چي هيواد ئې له ایران څخه د وروستیو توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو وروسته د خلیج هيوادونو ته دفاعي مرستي لېږي.
ملوني د پنجشنبې په ورځ د «RTL» راډیو شبکې سره په مرکه کي ويلي، چي ایټالیا، د بریتانیا، فرانسې او جرمني په څېر، غواړي د خلیج فارس هيوادونو ته په ځانګړي ډول د هوايي دفاع په برخه کي مرسته وکړي.
هغې زیاته کړه چي دا پرېکړه یوازي د سیمهییزو متحدینو د ملاتړ له پاره نه ده؛ بلکي په سیمه کي د شاوخوا دوه زره ایټالوي سرتېرو د حضور له امله هم سوې ده.