د ایپسټين جيفري د دوسیو موضوع له ۲۰۰۵ کال راهیسې راروانه ده. خو دا چې ولې اوس بیا په شدت راپورته کېږي او افشاء کيږي، دليل يې یوازې د عدالت پلي کيدل نه دی. د اجنډا-جوړولو (Agenda Setting) نظريې له مخې ځواکمن سیاسي او رسنیز ارګانونه او سازمانونه د خپلو مقصدونو لپاره هميشه د عامو خلکو ذهنيت په داسې شکل جوړوي چې دوې د څه په اړه فکر وکړي، په کومه موضوع بحثونه وکړي، څه ته ښه او څه ته بد اووايي.
په همدې دلیل، د حساسو قضیو بیا راژوندي کېدل ډېری وخت د قدرت د مدیریت او د اشرافو ترمنځ په يو بل د فشار وسیله ګرځي.
د عامو خلکو لپاره د دې ډول بحثونو اغېز بل اړخ هم لري. کله چې ټولنیز ذهنيت په رسوایي، وېرې او دوامداره جنجال بوخت شي، د حقيقي ستونزو لکه اقتصاد، تعليم او په نورو مهمو اصلاحاتو تمرکز کمېږي. دا حالت سیاسي بې باوري زیاتوي، او د بدلون لپاره په اشرافو د عامو خلکو فشار کمزوری کوي. ځکه احساسات د منطق او تحليل ځای نیسي او عامه ذهنيت له اصلي مسایلو اوړي.
په دې جريان کې د شر او افساد د عادي کېدو پدیده هم رامنځته کېږي. هغه کړنې چې یو وخت غیرانساني او د انساني تصور نه ور هاخوا ګڼل کېدې، د تکراري افشاګریو له امله ورو ورو عادي کيږي. دا عادي کېدل دا معنا نه لري چې ټولنه یې مني، بلکې دا معنا لري چې عام خلک یې د بدلولو په ځای د زغملو حالت ته ورځي. له دې سره د ځواک نابرابري د اشرافو او عادي خلکو ترمنځ لا څرګنده او لا طبیعي ښکاري. دا امکان هم کيداې شي چې داسې کوچني ګناهونه شايد د يوې لوې خطرناکې شيطاني پديدې د راتللو لپاره عامه ذهنيتونه تياروي.
د بېلګې په توګه په اوس وخت کې ډېر داسې ګناهونه او ناوړه کړنې شته چې یو وخت به موږ يې په اړه یوازې تصور کولاې شو. خو بدبختانه نن سبا همغه کارونه د ورځني ژوند عادي برخه ګرځېدلې.
اندېښنه دا ده چې که دا بهیر همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي په نيږدې راتلونکي کې تر دې هم لا خطرناک او لا غیرانساني کړنې عادي شي.