د ا.ا د مشرتابه له خوا نوي ګمارني؛ د یوه وزارت او څو لویو ادارو مسوولین بدل سوي

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي د ا.ا د مشرتابه د حکم پر بنسټ په یوه وزارت او څو حکومتي بنسټونو کي بدلونونه راغلي دي.
په دغه خبرپاڼه کي ویل سوي چي د افغانستان بانک پخوانی رییس هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د مرستیال په توګه، د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سرپرست شهاب‌الدین د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه د سرې میاشتي ټولني پخوانی مرستیال نورالدین ترابي له پېښو سره د مبارزې ادارې د سرپرست په توګه، د افغاني سرې میاشتي ټولني پخوانی سرپرست مطیع‌الحق خالص د چاپېریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه او د مرکزي بانک پخوانی لومړی مرستیال نوراحمد اغا، د دغه بانک د سرپرست په توګه ګومارل سوي دي.
دغه راز د څلورو نورو ادارو لپاره نوي مرستیالان په دندو ګمارل سوي دي.