د ا.ا مشرتابه د سوالګرو راټولولو او سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړی

د عدلیې وزارت وايي، د ا.ا مشرتابه په افغانستان کي د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړی دی.
دغه وزارت ویلي، چي دا قانون په درېیو فصلونو او ۲۷ مادو کي ترتیب سوی او په رسمي جریده کي خپور سوی دی.
د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې له مخي، د دغه قانون پر اساس هغه کسان چي روغ وي او یا د یوې ورځي لپاره کافي خواړه ولري له سوال کولو یا خیرات غوښتلو څخه منع دي.
همدارنګه ویل سوي چي د سوال کولو یا خیرات لپاره د کوچنیانو او معلولینو کارول هم منع دي.
تر دې مخکي هم د ا.ا د مشرتابه په امر په کابل، کندهار او یو شمېر نورو ښارونو کي د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل سوې وه.