د ا.ا مشرتابه د عامي روغتیا وزیر له دندي لیري کړی او څلور نوري ګومارني یې کړي

د ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چي د مشرتابه د حکم پر اساس د روغتیا وزیر قلندر عباد له دندي ګوښه او څو نوري ګومارني سوي دي.
د هغه په وینا، د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري معین مولوي نورجلال جلالي، د عامي روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ټاکل او د استخباراتو عمومي ریاست مخکنی اداري معین ملا رحمت الله نجیب د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه ګومارل سوي.
هغه زیاته کړې، د سمنګان ولایت مخکنی والي ملا عبدالاحد فضلي، د فاریاب ولایت د والي په توګه او د فاریاب ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب رسالت، د سمنګان ولایت د والي په توګه ټاکل سوي.
د مجاهد په خبره، د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ مخکنی ولسوال حاجی محمد صادق انقلابي، د کندهار ولایت د والي د مرستیال په توګه او د کندهار ولایت مخکنی د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه کومارل سوي دي.