د ا.ا مشرتابه د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح کړې ده

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چي د ا.ا مشرتابه شېخ هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه توشیح کړه.
د هغه په وینا، چي د روان مالي کال په بودیجه کي د خلکو اړتیاوي او لومړیتوبونه په پام کي نیول سوي دي خو د بودیجې په اړه نور معلومات نه دي ورکول سوي.
د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه داسي وخت توشېح سوې ده چي په تېرو درېیو کلونو کي په افغانستان کي اقتصادي کړکېچ زیات سوی او اکثره خلک له بې روزګارۍ څخه شکایت کوي.