د ا.ا مشرتابه: له ټولي نړۍ او په تېره له اسلامي هیوادونو سره د شریعت په چوکاټ کي سیاسي او اقتصادي اړیکي غواړو

د ا.ا د مشرتابه شېخ هبت الله اخندزاده له لوري د لوی اختر په مناسبت خپاره سوي پیغام کي ټولي امارتي ادارې مکلفي ګڼل سوي، چي د هیواد اقتصادي پرمختګ لپاره پانګوالو ته لازمي اسانتیاوي رامنځ ته کړي.
په دغه پیغام کي پر پانګوالو هم ږغ سوی، چي د افغانستان د پرمختګ او ځان بسایني په برخه کي دي خپل مسولیت ادا او پانګونه دي وکړي.
د ا.ا د مشرتابه ویلي، له ټولي نړۍ او په تېره له اسلامي هیوادونو سره د شریعت په چوکاټ کي سیاسي او اقتصادي اړیکي غواړي او په دې برخه کي یې خپل مکلفیتونه ادا کړي.
د اختریز پیغام په یوه بله برخه کي بیا پر امنیتي چارواکو ږغ سوی، چي په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کي د خلکو هوسایني او خوندیتوب ته تر بل هر وخت زیاته پاملرنه وکړي، د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو پوښتنه وکړي او له هغوی سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي.
د ا.ا د مشرتابه د اختر په شپو او ورځو کي له سوداګرو او شتمنو کسانو غوښتي چي د بې کوره کډوالو د حال پوښتنه وکړي او په خپلو خوښیو کي دي یې شریک کړي.
دغه راز په دې پيغام کي راغلي، چي د ا.ا په راتګ سره عامه شتمنۍ لکه کانونه، مځکي، ځنګلونه او نور ملکیتونه د بیت المال په توګه خوندي سوي.
د ا.ا د مشرتابه ویلي، چي د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هیڅوک پر چا ظلم او تیری نه سي کولای، د ظلم مخه نيول کيږي او د مظلوم د حق پوښتنه کیږي.