د ا.ا مشرتابه وايي، ظلم او بې عدالتي د حکومت د زوال لامل کېږي

هغه د چهارشنبې په ورځ د کندهار په هوایي ډګر کي نظامي مسوولینو ته په وینا کې ویلي چي د سیالۍ او غفلت څخه دي ډډه وکړي او په خپلو منځونو کي دي د دوستۍ او دښمنۍ اړیکي د قرابت په اساس ونه وټاکي.

د هغه په وینا چي د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې، نوموړي د چارواکو څخه غوښتنه کړې چي د قدرت غوښتني څخه ځان وساتي او عدالت راولي څو د حکومت د زوال او د خلکو د نارضایتۍ مخه ونیول سي.

د اسلامي امارت مشرتابه په خپله وینا کي په داسي حال پر عدالت ټینګار کړی چي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اسلامي امارت د تېرو درېیو کلونو د واکمنۍ په اړه په یوه اعلامیه کي د هغوی پر ځینو کړنو انتقادونه کړي.