د باميانو څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ د يوه وژل سوي ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان دوې ورځي مخکي نادرکه سوی و، چي تر وژل کېدو وروسته ئې جسد موندل سوی.
تر اوسه د دغه ځوان د وژل کېدو علت نه دئ څرګند.
بايد وويل سي، چي درې ورځي مخکي په غزني ولايت کي هم د يوه هلک جسد موندل سوی و.