د بخښني نړیوال سازمان د دوحې په ناسته کي د افغان ښځو حقونو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی

د بخښني نړیوال سازمان د دوحې په ناسته کي د افغان ښځو حقونو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي د دې غونډې په بحثونو کي باید د ښځو استازي حضور ولري د دغه سازمان لخوا په یوه لیک کي د ملګرو ملتونو سازمان ته ویل سوي چي افغان ښځي او د دوحې د کنفرانس غوندي په نړیوالو غونډو کي د افغان ښځو حضور له پامه غورځول سوی دئ.  د دې لیک لیکوالانو د دوحې په غونډه کي د افغان ښځو، اعتراض کوونکو، قومي استازو، جنسیتي اقلیتونو او له طالبانو سره د مخالفو نورو ډلو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ غونډه به د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کي جوړه سي